معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / له “سویډن” سره پرېکون؛ د سپکاوي مناسب ځواب!

له “سویډن” سره پرېکون؛ د سپکاوي مناسب ځواب!

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې په سویډن کې د یوه عراقي الاصله وګړي له خوا د قرآن کریم د توهین او هغې ته د اور اچونې د غبرګون په توګه په افغانستان کې د سویډن اړوند د ټولو ادارو فعالیتونه و دروي.
د افغانستان حکومت د سه شنبې پر سهار په ټول افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند ادارو او بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ او چارواکیو څرګنده کړې چې دا پرېکړه یې په سویډن کې قرآن‌کریم ته د توهین له امله کړې ده.
پدې تړاو د افغانستان حکومت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې تر څو سویډن د دې نادودې له کبله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي په افغانستان کې به د سويډن هېواد هر ډول فعالیت درېدلی وي. همدارنګه په اعلامیه کې د افغانستان ټولې حکومتي ادارې مکلفې ګڼل شوي چې د یادې لارښوونې د عملي کېدو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.
د افغانستان حکومت وروسته تر دې دا ډول جدي اقدام تر سره کړ چې په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د “سلوان مومیکا” په نامه یوه ۳۷ کلن عراقي الاصله وګړي، قرآن کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.
په سویډن کې د یوه عراقي الاصله وګړي له خوا قرآن کریم ته سپکاوی او بیا د هغې پاڼو ته اور اچونه پرته له شکه نه وړه خبره وه او نه هم د هېرولو موضوع، د افغانستان په څېر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان د دغه پېښې له امله وځورېدل او دا کار یې وغندلو.
بل خوا دې ته هم باید پاملرنه وکړو چې دا لومړی ځل ندی چې د بیان آزادۍ تر نامه لاندي لویدیځوال د نړۍ د څه د پاسه یو نیم میلیارد مسلمانانو له احساساتو سره دا ډول لوبې کوي او د هغوی د زړه ځورونې او احساساتو د پارونې سبب کېږي.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو اروپایي ملکو کې همدا ډول پارونکي اقدامات شوي دي او د دې ډول هر اقدام سره نه یوازې د میلیونونو مسلمانانو زړونه ځورېدلي، بلکې په ګرده اسلامي نړۍ او آن په خپله په اروپایي ملکو کې مسلمانان د دې ډول کړنو د غندلو لپاره سړکونو ته راوتلي او د دې ډول کړنو غندنه یې کړې ده.
په ډېرو هېوادو کې څه تر دې مخکې او څه دا ځل مسلمانانو د متمدنو وحشیانو دا ډول غندلې او لارو او سړکونو ته په راوتلو سره یې خپل غبرګون پدې اړه ښودلی دی، خو په تأسف سره باید ووایو چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې دې ته ورته د اسلامي مقدساتو د سپکاوي پر خلاف د مسلمانانو غبرګون احساساتي او له تاوتریخ والي ډک وو چې اکثره وخت یې زیان بېرته خپله مسلمانانو ته ور اوښتی دی.
که څه هم د ټولې نړۍ په کچه پیاوړو دیني عالمانو او مشرانو په وار وار له مسلمانو دا غوښتي چې د دې ډول پېښو په وړاندې غبرګون باید له احساساتو خالي، عقلاني او د دوی د کرغېړنو کړنو سره مناسب وي، خو د دې سره سره هم متأسفانه مونږ مسلمانانو اکثراً احساساتي او مؤقتي غبرګون ښودلی او ډېر وخت خو مو د دغه غبرګون ښودلو پر وخت، د کفارو او اروپایانو پر ځای خپل ځان ته زیان اړولی دی.
که یوازې په څو تېرو لسیزو کې چې امریکا ځان ته د نړۍ د بې تاجه پادشاه ګومان کړی ؤ او د نړۍ پر مسلمانانو یې د هر ډول تېري، ظلم او زیاتي بازار ګرم کړی ؤ، اسلامي مقدساتو ته د لویدیځوالو او کفارو د سپکاوي او مسلمان ځورونې پېښې وګورو نو له ورایه ښکاري چې اروپایي او امریکایي متمدنو وګړو!!!! په څومره ځېرکتیا سره د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې کړي او بیا یې په څومره مهارت څخه د مسلمانانو له دغه احساساتي غبرګون څخه په خپله ګټه کار اخیستی دی!
دې ټولو ته په کتو باید دا هم هېر نه کړو چې د امریکا او لویدیځوالو دا ډول کړنې هسې تصادفي او د یوه تن یا یوه سازمان کار ندی، بلکې دا د یوه منظم او له وړاندې جوړ شوي پلان برخه ده چې په څه ډول باید مسلمانان احساساتي او بیا یې د خپل مکر او فریب په جال کې راګېر کړي.
سمه ده چې د ولسونو مظاهرې او غبرګونونه هم له ګټې خالي ندي او که نور څه نه وي کم تر کمه د لویدیځوالو د دې ډول مکاریو او شیطانتونو په وړاندې د هغوی وېښتیا څرګندوي اما د دې تر څنګ داسې اقدامات چې اغېز یې اوږد مهاله وي، غوره او پرځای اقدام ښکاري.
که د نړۍ نور مسلمان هېوادونه هم دا ډول پرېکړې وکړي او د دې تر څنګ د اسلامي نړۍ له خوا د هغه ملکونو چې اسلام او د مسلمانانو مقدساتو ته په سپکاوي کې لاس لري اقتصادي او سوداګریز بایکاټ هم وشي، پرته له شکه چې اغېز به یې خورا زیات او تر دې هم مناسب وي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې لویدیځوالو او په تېره بیا هغو هېوادو ته چې د مسلمانانو په روحي او جسمي ځورونه کې لاس لري، ثابته کړو چې نور د دوی د زوال وخت را رسېدلی او دا ډول اقدامات هم د ځان کندن له اپلتو زیات بل څه ندي. پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس