معماری
خانه / ګهیځ / له عمان سره د افغان کرکټ لوبډلې دوستانه لوبه بې پایلې تمامه شوه

له عمان سره د افغان کرکټ لوبډلې دوستانه لوبه بې پایلې تمامه شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د چمتوالي سیالیو په ترڅ کې له عمان سره د افغانستان کېدونکې سیالي د اورښت له امله بې پایلې تمامه شوه.

دغه سیالي چې تېره شپه د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې پیل شوه، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

عمان د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۴ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته لوبډلمشر عاقب الیاس ۶۶ ناسوځېدلې، ذېشان مقصود او کېشپ پرجاپټي هر یوه ۳۵ – ۳۵ منډې وکړې.

افغان لوري ته نوین الحق او عظمت الله عمرزي یوه – یوه وېکټ وسوځوله او درېیمه رن اوټ شوه.

د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ د اورښت له امله ترسره نه شوه او سیالي هم بې پایلې شوه.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به د چمتوالي بله سیالي د مې په ۳۱مه له سکاټلنډ سره ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس