معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / له هراته تر فلسطینه، ټول یو ویر او یو درد!

له هراته تر فلسطینه، ټول یو ویر او یو درد!

د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې که یوې خواته په کور د ننه مو هېواد وال د هېواد په جنوب لویدیځ کې د زلزلې د پرله پسې ټکانونو له وجې، پر انساني مرګ ژوبلې سربېره د کور او سرپناه د ورانېدو او نشتوالي له غمېزې سره مخ دي او لا یې هم د هېواد والو او نړیوالو د خیر غوښتنې بشري مرستو ته سترګې نیولې، بل خوا مو د اسلامي امت او اسلامي نړۍ په بله برخه کې د ټولو مسلمانانو لومړۍ قبله او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د وحدت او یو والي رمز (بیت المقدس) او ورسره د انبیاوو د هستوګنځی مظلوم فلسطین او پکې مېشت خوار ولسونه د یهودي یرغلګرو د تاریخ تر ټولو ستر ظلم او بربریت لاندې د مظلومیت شپې ورځې سبا کوي.
که څه هم د هرات او د افغانستان د جنوب لویدیځو څو ولایتونو خواره واره هېواد وال مو د زلزلې د وروستیو ټکانونو له امله د مرګ ژوبلې د کچې او یا د زلزلې د ورانیو له امله چې څومره زیانمن شوي دي، د هغې کچه ډېره لویه او پراخه ده او پر دې سربېره د زلزلې پرله پسې واړه او غټ ټکانونه چې له ویرې یې لا هم ویر ځپلي‎ خلک نشي کولای په خپلو هستوګنځایونو کې د آرام ساه واخلي او د مني د موسم سړې شپې پکې سبا کړي، په خپل ځای یوه لویه ستونزه او ستره غمېزه ده، خو بل اړخ ته که وګورو له دغه زلزله ځپلیو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مرستې او همدردۍ لاسونه را بډوهل شوي او نه یوازې په خپله افغانان چې نور نړیوال یې هم تر ډېره بریده د غمخوارۍ او غم شریکۍ په احساس سره، په مرسته بوخت دي.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هرات او جنوب لویدیځ له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره کمپاینونه په لار اچول شوي او بېلابېلې خیریه ټولنې لګیا دي، یا د زلزلې په سیمه کې ځپل شویو خلکو ته لومړنۍ مرستې رسوي یا هم د هېواد په نورو ولایتونو کې زلزله ځپلیو ته مرستې را ټولوي.
اما د دې تر څنګ او هم مهاله د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ هغه لویه غمېزه ده چې په اشغال شوي فلسطین کې هره ورځ په سل هاوو تنه مظلوم نارینه، ښځې او آن ماشومان د امریکایي او لویدیځ استعمار تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې د اسراییلي یرغلګرو له خوا په بې رحمانه ډول وژل کېږي او د جګړې په اور ستي کېږي، داسې چې ګرده مظلومه اسلامي نړۍ یې ورسره په درد او رنځ اخته کړې ده.
د الهی انبیاوو سیمه فلسطین، د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس او د یرغلګرو او نیواک ګرو په لاس د عربو نورې اشغال شوې سیمې نن د لویدیځو استعمارګرو تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې د یهودي تاړاک او وحشت تر ټولو بد او وحشتناک پړاو څخه تېرېږي او هلته د یهودي اشغالګرو له خوا د ظلم او بربریت هغه نمونې آزمویل کېږي چې ساری یې شاید په تاریخ کې کم و نه موندل شي. پداسې حال کې چې دغه مظلومو او در په دره مسلمانانو ته نه د چا د مرستې لاس رسېږي او نه څوک شته چې د هغوی د خوار او پرهر پرهر بدن پر زخمونو د مرهم پټۍ کېږدي.
د اسراییلو او امریکا د یرغلګرۍ او مسلمان وژنې اوږده تاریخ ته په کتو سره دا هم ثابته ده چې دا یوازې امریکا هم نده چې د دوی هر اړخیز ملاتړ کوي او تر شا یې ټینګ ولاړ دي، بلکې د شیطاني نړۍ اکثر لوی او واړه هېوادونه، انګلستان، جرمني او داسې نور هم دي چې د دوی د دغه وحشي ګرۍ او یرغلګرۍ ملاتړ کوي.
که څه هم دا ځل د یرغلګرو یهودیانو او مظلومو فلسطینیانو په جګړه کې فلسطیني ولس او د آزادۍ او انساني کرامت د لارې زړورو مبارزینو هم د خپلې مټې زور تر یوه بریده اشغالګرو ته ور وښود او د یرغل په تاریخ کې یې یو ځل بیا ثابته کړه چې تش لاسي مبارزين او یوازې په اسلامي عقیده او د خپلې خاورې د آزادولو په اراده را پاڅېدلي مبارزین هم چې کله اراده وکړي، د تاریخ حماسه زېږولای شي، اما له یرغلګرو سره د نړۍ د ټولو کفري هېوادونو هر اړخیز ملاتړ هم هغه تریخ حقیقت دی چې باید هېر نشي.
دې ټولو ته په کتو او دې ټکي ته په پاملرنې سره چې خوار فلسطیني ولس نه یوازې د اسراییلو، بلکې د ټول لویدیځ کفري بلاک په وړاندې او په تش لاس د اسلامي امت د آزادۍ، عزت او سرلوړۍ جګړه پر مخ بیایي، لازمه ده چې د نړۍ مسلمان ولسونه د هغوی سره د مرستې په هر میدان کې د خپل توان تر حده ورسره ودرېږي او ملاتړ یې وکړي. هغه څه چې په تأسف سره تر اوسه یې بېلګه ډېره کمه لیدل شوي او همدا لامل دی چې د فلسطین د مظلوم ولس غږ د هغوی په ستوني کې ورته وچ کړای شوی دی او یرغلګر هم ورځ تر بلې د هغوی په وژلو کې ګړندي ګامونه اخلي.والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس