معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له هند سره د سوداګرۍ هوايي دهلېز بیا پرانستل شو

له هند سره د سوداګرۍ هوايي دهلېز بیا پرانستل شو

کابل/ګهیځ:
نن دوشنبه (د لړم/عقرب ۹مه او د نوامبر میاشتې لومړۍ نېټه ده) د افغانستان سرپرست حکومت له هند سره د هوايي دهلېز له بیا پرانستو خبر ورکوي، چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یې په ۱۳۹۸ کال کې بنسټ کېښود.
دوی وايي، چې له دې لارې هند ته ځینې سوداګریز توکي رسېدلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، له هند سره یې داسې یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې کولی شي د هوايي دهلېز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، هڅه کوي چې د تېر په پرتله سږکال هند ته د سوداګریزو توکو په صادراتو کې ډېروالی راشي.
افغان چارواکي وايي تېر یوه کال کې ۳۰ زره ټنه هنجه او لاسي صنایع له افغانستانه هند ته لېږدېدلي دي.
د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هند سره د لاپراخو تړونونو درلودل د افغانستان په ګټه بولي. هغه وايي که روسیه او قزاقستان د غنمو تولید کې له ستونزو سره مخ شي “غواړو د یوه بدیل په توګه هند سره هم د غنمو د پېرلو یو تړون ولرو” له کاناډا سره هم یوه تړون ولرو.
د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کلنۍ سوداګري تېرو کلونو کې یو نیم میلیارد ډالره ته رسېده خو رپوټونه وايي د دولت پر ګدۍ د طالبانو له ولکې سره دا کچه ۲۴ میلیونو ته راټیټه شوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس