معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له هېواده ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر شول

له هېواده ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر شول

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت له لوري د هېواد له کروندو د راټولو شويو ۱۵۰ ټنه وچو رومیانو لومړۍ محموله اروپا ته استولې ده.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسوولینو خوښي ښودلې او دا یې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بللی دی.
سپین زر دولتي شرکت کې اوسمهال سلګونه کسان د پنبې، د پنبې د غوړیو، کونجاړې، کاغذي دستمالونو او نورو توکو د تولید په برخه کې په کار بوخت دي.
د دغه شرکت مسوولینو زیاته کړې، چې د وچو رومیانو سربېره یې لاسي صنایع هم د دغه شرکت له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې مخکې تر دې د افغانستان تولید غیرې الکولي مشروبات او ځینې نور تولیدات هم بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس