معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستان څخه تېر کال ۷۶۵ زره مسلکي ځوانانو تېښته کړې

له پاکستان څخه تېر کال ۷۶۵ زره مسلکي ځوانانو تېښته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان نفوسو ادارې ویلي، چې د دوی د رسمي اسنادو پر بنسټ تېر کال د ناسم اقتصادي وضعیت، ناامنۍ او په راتلونکي د بې باورۍ له امله ۷۶۵ زره مسلکي او په کار پوه ځوانان له پاکستان څخه وتلي.

په راپور کې راغلي، چې دا شمېر یوازې د مسلکي او کارپوه ځوانانو دی او له کورنیو، مشرانو او ښځو څخه جلا شمېرل شوی دی.

د اسنادو له مخې، له دې جملې ۴۲۴ زره تنه د پنجاب، ۲۰۶ زره د پښتونخوا او ۳۸ زره د نویو ضم شويو قبایلي سیمو ځوانان دي.

ډېری دغه ځوانان منځني ختیځ، عربي هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته د کار لپاره تللي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې له بې سارې نا امنۍ او بد سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس