معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له پاکستان څخه په صادرېدونکو کرکټ بالونو کې هیروین نیول شوي

له پاکستان څخه په صادرېدونکو کرکټ بالونو کې هیروین نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
پاکستان چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د کرکټ بېټونه، بالونه او ځینې نور وسایل تر جوړولو وروسته صادروي، اوس د رسنیو د یو شمېر راپورونو له مخې د دغو صادرېدونکو توکو له منځه د کرکټ په بال کې هیروین نیول شوي دي.
چارواکو ویلي چې دغه هیروین د کرکټ په توپونو کې دننه په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو.
دغه توپونه د پاکستان له راولپنډۍ څخه مالدیپ هېواد ته صادرېدل.
د چارو یو شمېر څارونکي پاکستان هېواد د نشه یي توکو په جوړولو او ترویج تورنوي، خو پاکستان حکومت بیا تل نړیوالو ته د نشه یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه کې د خپلو قربانیو یادونه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس