کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی.
د دې خونې رییس د صادراتو په کچه کې د کموالي لاملونه بانکي او ټرانسپورټي ستونزې، په هېواد کې د پېر او پلور بازار پیکه کېدل، د ویزې په برخه کې ستونزې او په پاکستان کې منفي مالي ناورین بولي.
له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکوي. دغه وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
د دې وزارت په وینا، پاکستان ته تر ډېره تازه مېوې، غالۍ، پنبه او د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/