معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه تېرو دریو ورځو کې څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

له پاکستانه تېرو دریو ورځو کې څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان هېواد څخه په تېرو دریو ورځو کې څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبر پر بنسټ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دغه ۵۵۷ کډوال له تېرې شنبې تر سې شنبې ورځې پورې د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت وايي، یاد کډوال چې په ټوله کې ۹۴ کورنۍ کیږي، د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
مسوولینو ویلي، چې هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو یوه بسته ورکړل شوې ده.
دوی دا نه دي ویلي، چې دغه افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي او که په جبري ډول له هغه هېواده ایستل شوي دي.
وروستیو کې په پاکستان کې افغانان د پاکستاني پولیسو له‌خوا په بېلابېلو پلمو نیول کیږي او ترڅنګ یې پاکستانی حکومت د ډېرو هغو افغانانو ویزې نه‌ تمدیدوي، چې هلته یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس