معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه راستنو شویو محصلینو ته د زده کړو وړیا زمینه برابرېږي

له پاکستانه راستنو شویو محصلینو ته د زده کړو وړیا زمینه برابرېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت چارواکي وایي، هېواد کې ټولو خصوصي پوهنتونونو ورسره ژمنه کړې، چې په زرګونه هغو محصلینو ته د زده کړو وړیا زمینه برابروي، چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کابل د کډوالو چارو رییس ویلي، هر پوهنتون ورسره د ۱۰۰ وړیا سکالرشیپونو ژمنه کړې او د ډېرو نورو لپاره یې ۸۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیولی دی.
د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د بیرته ستنو شویو هېوادوالو لپاره د زده کړو د فرصت برابرولو ترڅنګ، د دوی لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې هم کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ د پیل راهیسې، تر ۳۵۰ زره پورې وګړي افغانستان ته را ستانه شوي دي، چې دا لړۍ لا هم دوام لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس