کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاناډا د کډوالۍ، تابعت او پناه غوښتنې ادارې ویلي، چې تېره ورځ یې له پاکستان څخه ۳۱۹ نور افغانان د دغه هېواد وینکوور ښار ته لېږدولي دي.
د خبر پر بنسټ دغې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې کاناډا خپلې موخې ته ورسېده او د ۲۰۲۱ اګسټ میاشتې تر دې دمه یې ۴۰ زره افغان کډوال او زیان منوونکي خپل هېواد ته ولېږدول.
دوی زیاتوي، د هغو کسانو د غوښتنلیکونو څېړنه هم روانه ده، چې په کاناډا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/