معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستاني زندانونو خوشي شوي لسګونه افغانان به نن افغانستان ته ولېږدول شي

له پاکستاني زندانونو خوشي شوي لسګونه افغانان به نن افغانستان ته ولېږدول شي

کابل-ګهیځ نیوز( د وري ۱۹مه ۱۴۰۲):
ټاکل شوې ده چې نن ( د وري ۱۹مه) ۲۰۸ تنه هغه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه شتون په تور په پاکستان کې نیول شوي و، بېرته افغانستان ته را واړول شي.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان جنرال قونصل سید عبدالجبار تخاري وايي، لا هم هلته ۲۶۵ نور افغانان بندیان دي، چې په وینا یې ماشومان هم پکې شته.
دغه بندیان شکایت کوي، چې په زندانونو کې له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان د روژې په میاشت کې خواړه هم نه ورکول کېږي.
ښاغلي تخاري زیاته کړه چې دا اکثره بندیان هغه افغانان دي، چې د درملنې لپاره او یا هم د خپلو، خپلوانو لیدو لپاره پاکستان ته تللي وو چې هلته د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله نیول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونصل زیاته کړه چې په کراچۍ کې د بندي دغه کسانو د خوشې کولو پرېکړه یوه اونۍ وړاندې د مارچ پر ۳۱ شوې وه، خو ویل کېږي چې لیږد یې ځکه یوه اونۍ وځنډید چې د لېږدلو لپاره یې بسونه نه وو چمتو شوي.
له دې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې هم اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت چارواکو ویلي و، څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو آزاد شول.
ویل شوي دي چې اوس د کراچۍ ښار په زندانونو کې په پاتې افغان بندیانو کې ماشومان هم شته، خو ښځې پکې نه شته.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس