کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو او ذخیره کولو په موخه د یوې کمېټې له جوړولو خبر ورکړی.
د دغه وزارت د ویاند په وینا دغه کمېټه د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې جوړه شوې او یاده کمېټه به له کروندګرو اضافي غنم وپېري او د اړتیا پر وخت او یا هم د غنمو او اوړو د بیو له لوړېدو د مخنیوي لپاره د هېواد بازارونو ته وړاندې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د کروندګرو د اضافي غنمو په ذخیره کولو او د اړتیا پرمهال بازارونو ته په وړاندې کولو سره به یې د بیو له لوړېدو مخنیوی وشي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/