معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کندهار ولایت څخه بهر ته د صادراتو کچه لوړه شوې

له کندهار ولایت څخه بهر ته د صادراتو کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، تېر کال له دغه ولایت څخه د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵۳ زره ټنه تازه، وچه مېوه او نور توکي بهر ته صادر شوي.
د مسوولینو په خبره دغه صادرات د وړم کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په خبره تېر کال له کندهاره ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه، حبوبات، طبي بوټي او معدنیات بهر ته صادر شوي چې ټولیز ارزښت یې له ۳۳۰ میلیون ډالرو اوړي.
هغه وايي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهاره بهر ته د ټولو صادراتو کچه ۱۲۴ زره ټنه وه چې ارزښت یې هم لږ و او په دې توګه په ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت په صادراتو کې ۶۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. د نوموړي په خبره، تېر کال که څه هم وچکالي وه خو دا چې جګړې نه وې، امنیت و او لارې پرانیستې وې،.نو ځکه له کندهاره بهر ته په پراخه کچه توکي صادر شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس