معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کندهاره د ۱.۵ ميليونه ډالرو به ارزښت انار صادر شوي

له کندهاره د ۱.۵ ميليونه ډالرو به ارزښت انار صادر شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلي، سږ کال یې هند او پاکستان ته د یو اعشاریه پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۳ زره ټنه انار صادر کړي.

د مسوولینو په خبره هڅه کوي، چې د دغه ولایت انار نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.

بل لور کندهار کې د انارو بڼوال وايي، سږ کال د انارو حاصلات له ښه کېفیته برخمن دي، خو په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ورته د پلور زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۵ زره هکټاره د انارو له باغونو په کلني ډول ۲۸۴ زره ټنه انار ترلاسه کیږي.

د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار مېوه د خپل طبیعي خوند او رنګ له کبله په ټوله نړۍ کې زیات غوښتونکي لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس