کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې سږ کال له دغه ولایت څخه د څه باندې ۱۸۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، شاوخوا ۵۳ زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې دغه وچه مېوه په روان کال کې پاکستان، هند، چین، دوبۍ، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادره شوې ده.
بلخوا بیا د وچې مېوې یو شمېر سوداګر وایي، چې سږکال يې د سپين بولدک له لارې د نورو کلونو په پرتله د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې او ورسره د وچې مېوې په بیو کې هم کموالی راغلی دی.
کندهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې هر کال ترې بهرنیو هېوادونو ته په زرګونه ټنه وچه مېوه صادریږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/