کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عـ.ـبدالکـ.ـبیر ایران کې د افغانستان سفارت له دیپلوماټانو او افغان سوداګرو سره کتنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د افغان حکومت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
نوموړي ویلي، دوی له ټولې نړۍ په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
په ورته مهال سیاسي مرستیال په دې ناسته کې ویلي، چې د اوسني حکومت تر بریا وروسته د هېواد په ځان بسیا کېدل د حکومت لومړیتوب دی او له افغان سوداګرو څخه یې په دغه برخه کې غوښتنه کړې، چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/