معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره افغان کرکټ لوبډلې بنګلدېش لوبډلې ته ماتې ورکړه

له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره افغان کرکټ لوبډلې بنګلدېش لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره افغان کرکټ لوبډله چې نن یې له بنګلدېش کرکټ لوبډلې سره لوبه لرله، ویې شول کولای چې د دغې لوبې بریا په خپل نوم کړي.
په دغه لوبه کژ توپوهونکي سهیل خان د افغانستان لپاره په خپله لومړنۍ لوبه کې په ۱۱۳ توپونو د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ سل ناسوځېدلې منډې هم جوړې کړې.
په دې پنځوس اوریزه لوبه کې د بنګلدېش لوبډلې د بچې په ګټلو سره افغان لوبډلې ته لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۷۲ منډو هدف بنګلدېش ته ورکړ.
دغه لوبه چې د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د ۱۵۸ منډو په توپیر سره خپله سیاله لوبډله ماته کړه.
ټاکل شوې چې دوهمه لوبه دوه ورځې وروسته د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه ترسره شي.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس