کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنتون له استادانو سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په غونډه کې ویلي، چې دغه وزارت د زده کړو ودې ته ژمن دی او زیاتوي چې موږ او تاسې یو پوهنتون لرو او هڅه مو دا ده، چې دغه پوهنتون د نړۍ په کچه یو اسلامي پوهنتون شي.
د راپور پر بنسټ هغه په دې غونډه کې همدارنګه دننه هېواد کې په بېلابېلو څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرام له رامنځته کېدو هم خبر ورکړ او وې ویل چې له دوو میاشتو راهیسې پر دغه پروګرام کار پیل شوی دی.
د نوموړي په وینا، ۴۵۰ هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتور لپاره بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، کابو ۲۰۰ استادان په علمي سفر او ۱۵۰ نور استادان د لنډ مهالو درسونو لپاره له هېواده بهر ته تللي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/