معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د سمنټو د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

لوګر کې د سمنټو د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغان ساکو خصوصي شرکت سره د لوګر ولایت التمور سمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.

یاد قرارداد چې ۱۴۵ میلیونه ډالره ارزښت لري، د ۳۰ کلونو لپاره ترسره شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سمنټ تولید شي، چې د هېواد د سمنټو په برخه کې به د کورنیو اړتیاوو ځواب ووايي.

د دوی په خبره دا پروژه به نه یوازې د سمنټو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي؛ بلکې په سیمه کې به د اقتصادي ودې او د خلکو لپاره د کار زمینو په برابرولو کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس