کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې.
د څرخ ولسوال ویلي، په دغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا نښلولو چارې پیل شوې چې تر راتلوونکو لسو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې ترڅنګ به یو شمېر نورې پراختیایي پروژې هم په دغه ولسوالۍ کې پیل شي.
په ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل له چارو خوښي ښودل او د یادې برېښنا په نښلولو سره به یې ستونزې حل او په بېلابېلو برخو کې به ورته اسانتیاوې رامنځته شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/