معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د کرومایټو د یو ستر کان د کیندلو چارې پیل شوې

لوګر کې د کرومایټو د یو ستر کان د کیندلو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د یو خصوصي شرکت لخوا د کرومايټو د یو سترکان د کیندلو چارې نن پیل شوې.
د خبر پر بنسټ هغه مراسم چې پر همدې موخه د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د شکار کلا په سیمه کې نیول شوي وو، په کې د یادې ولسوالۍ د امنیې قوماندان سربېره، د لوګر د کانونو او پټرولیم رییس، د سورغر زابل د کان کیندنې د پروسېس شرکت مرستیال او د ودانیزو او سړک جوړونې شرکت مرستیال نقیب الله هم ګډون کړی وو.
یاد کان چې نږدې یو کیلو متر مربع مساحت لري، د ٥ کلونو لپاره د سورغر زابل د کان کیندنې د پروسېس شرکت سره رسمآ قرار داد شو.
د قرار داد له مخې د کان کیندلو په جریان کې د هر ټن کرومايټ پر سر به ١١ زره ٣٥٠ افغانۍ د حکومت بودیجې د تحویلولو او یو شمېر ځایي خلکو ته د کاري زمینې د برابرېدو سربېره یو لړ رغنیزې پروژې به پلي شي او همدارنګه د حافظ ودانیزو او سړک جوړونې شرکت لخوا له کندهاره د زابل تر شهر صفا پورې به ٣٧ کیلومتره سړک هم په پاخه ډول جوړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس