کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایت د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۹۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو شمېر ټولګټو او رغنېزو پروژو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رییس ویلي، یادې پروژې د مرکز پُل علم په ګډون محمد آغې او برکي برک ولسوالیو کې د یونیسکو سازمان په مالي ملاتړ پلې کیږي، چې په کې د ۹ کارېزونو د پاک کارۍ ترڅنګ د اوبو د کنټرول په موخه یو شمېر نورې رغنیزې پروژې هم شاملې دي.
د نوموړي په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۱۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او دغه راز سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابر شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/