معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې سېلابونو بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي

لوګر کې سېلابونو بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې سېلابونو بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د خبر پر بنسټ دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې پرې د غنمو، لوبیا، کچالو او ځینې نور حبوبات کرل شوې وو، لمنځه وړي دي.

د یاد ولایت ځایي چارواکي دغه راز زیاتوي، چې د دې زیانونو تر څنګ وروستیو سیلابونو ۱۱ جریبه مېوه‌ لرونکي او غیر مېوه‌ لرونکي باغونه هم لمنځه وړي دي.

تېره میاشت هم د لوګر په خروار ولسوالۍق کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله څه باندې ۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه لمنځه تللي وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس