معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې ښوونځیو باندې څه باندې ۲ لکه ټوکه کتابونو وېشل کیږي

لوګر کې ښوونځیو باندې څه باندې ۲ لکه ټوکه کتابونو وېشل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو د دې ولایت په ۲۷۵ بابه ښوونځیو باندې د نویو چاپ شویو درسي کتابونو د وېش خبر ورکوي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، یاد بهیر د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په لارښوونه پیل شوی، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به ټولو ښوونځیو ته ورسول شي.
نوموړي زیاته کړې، دا نږدې ۲ لکه څلور زره ټوکه کتابونه دي، چې د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو پر ۲۷۵ ښوونځیو به ووېشل شي.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره راتلونکو ورځو کې به د پوهنې وزارت له خوا لوګر ته ۵ لکه او ۳۸ زره ټوکه نور نوي چاپ شوي کتابونه هم ور ولېږل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس