معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / لیبیا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۲ زرو څخه واوښت

لیبیا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۲ زرو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې لیبیا کې د تېرې یکشنبې شپې د سېلابونو له امله تر دې مهاله د ۱۲ زرو څخه زیات کسان مړه شوي او تر ۲۰ زرو ډېر نور لاهم ورک دي.
ځایي مسوولینو دغو رسنیو ته ویلي، چې د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عملیات یې لا هم روان دي.
لیبیا کې دغه مرګونې پېښه وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې په درنا ښار کې د ډانیال په نوم ځواکمن مدیترانې توپان د اوبو دوه بندونه مات کړل.
د اطلاعاتو له مخې په درنا ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل چې له پېښې ژوندي یې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.
لیبیایي چارواکو ویلي، په ټول هېواد کې یې د وروستیو اورښتونو، توپان او سېلابونو له امله یو میلیون کسان زیانمن شوي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
که څه هم ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو مرستندویو ادارو زیانمنو سره د مرستې لپاره وردانګلي، خو د پېښې لویوالي ته په کتو ځایي مسوولینو د لا ډېرې مرستې غوښتنه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس