معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / م.م په ویانا دفتر کې د افغان سیاستوالو غونډې ته د ا.ا غبرګون؛ بهر کې غونډې بې ګټې دي

م.م په ویانا دفتر کې د افغان سیاستوالو غونډې ته د ا.ا غبرګون؛ بهر کې غونډې بې ګټې دي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په ویانا کې د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو غونډه جوړه شي خو ا.ا یې بې ګټې بولي.
د افغانستان د بهرنیو چازو وزیر مولوي امیرخان متقي د دې غونډې ته د خپل وزارت د یو کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال، په غبرګون کې وویل، چې دغه ډول غونډې هېڅ ځای نه نیسي او نه هم کومه ګټه لري.

دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه جوړېږي او په هغه کې تر ډېره د اوسني حکومت مخالفین حضور لري.

د رسنیو د راپورونو په اساس دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې خبرې وکړي.

احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې د دې غونډې ګډونوال دي.

تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د داسې غونډې کوربه توب کوي، امیرخان متقي په ټينګار سره و ویل، چې دا ډول غونډې دوی ته کوم اهمیت نه لري او نه هم کومه ګټه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس