معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ماليې وزارت د ۱۲ دولتي شرکتونو د بیا فعالیدو خبر ورکوي

ماليې وزارت د ۱۲ دولتي شرکتونو د بیا فعالیدو خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې مالیې وزارت وایي، له فعالیته د لوېدلو نږدې ۵۰ دولتي عایداتي شرکتونو یې ۱۲ هغه بېرته فعال او پاتې شرکتونه به د خصوصي سکتور په مرسته بېرته فعال کړي.
چارواکي وايي، د معدنونو د راسپړلو او د قوش تپې په څېر د لويو پروژو سربېره یې د دولتي عایداتي شرکتونو د بیا فعالولو هڅه هم پیل کړې ده.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، د دولتي شرکتونو لپاره کافي بودجه نه لري، هغه شرکتونه، چې دوراني بودجه یې درلوده خو له فعالیت نه لوېدلي وه بېرته فعاله کړي دي.
حقمل وایي د دغه موخه د ترلاسه کولو لپاره باید د خصوصي سکتور سره تفاهم ته ورسوو او دا کار پیل کړو.
یو شمېر صنعتکاران وایي، د اوسني عصر د تولید ماشینونه کوچني، لګښت یې کم، د تولید کچه یې خورا زیاته او د بازار له غوښتنې سره سم توکي تولیدولاي شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس