معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت بیا ځل ټولو بهرنيو بنسټونو او انجيوګانو ته د ګمرکي معافیت اعلان وکړ

مالیې وزارت بیا ځل ټولو بهرنيو بنسټونو او انجيوګانو ته د ګمرکي معافیت اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې هغو بشري مرستو ته چې معافیت ورته ورکړل شوی، شمېر يې ۱۴ زره او ۳۰۶ محمولو ته رسیږي.
د دغو محمولو ټولیز وزن یو میلیون ۶۱ زره ۵۶۰ ټنه کیږي چې ګمرکي ارزښت یې هم ۱۶۴ میلیارده افغانۍ دی.
یاد وزارت بیا ځل د بشري مرستو په برخه کې ټولو فعالیت کوونکو بهرنیو موسسو او انجیوګانو ته د ګمرکي معافيت خبر وركړ.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې یو وار بیا د سیګار وروستی راپور رد کړ چې د امریکا کانګرېس ته يې په افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو او انجيوګانو څخه د مالیاتو اخیستو په تراو ناسم معلومات وړاندي کړي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، ماليې وزارت په افغانستان کې بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشري فعاليتونو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ مالياتي اسانتياوې رامنځته کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس