معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت په یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

مالیې وزارت په یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر یو شمېر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت ویلي، دا پرېکړه یې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه او د سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو کړې ده.

پر هغو توکو چې مالیې وزارت تازه تعرفه لوړه کړې، اش او مکروني، د کچالو چپس، تعمیراتي رنګ، نیمه پروسېس شوي بوتلونه، کاغذي دستمال، کارتن، پایزار، د اوبو کولر، خاورین لوښي، د درملو خام مواد او د التونسا پوډر شامل دي، چې له ۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې پرې ګمرکي تعرفه لوړه شوې.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د تعرفې کمېټې دوهمه ناسته کې همداراز په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا په موخه د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملي کوډونو پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس