معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت په یو کال کې د ۱۵۱ میلیارده افغانیو عوایدو له راټولولو خبر ورکړی

مالیې وزارت په یو کال کې د ۱۵۱ میلیارده افغانیو عوایدو له راټولولو خبر ورکړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده)د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رييس معراج محمد معراج نن ملت ته د حساب ورکولو غونډې ته په خبرو کې وويل چې له نړيوالو بنديزونو او اقتصادي ستونزو سربېره يې د افغانستان بودجه له کورنيو عوايدو تمويل کړې ده.
هغه وویل، چې د تېر کال له وږي مياشتې څخه تر دې مهاله يې ۱۵۱ ميليارده افغانۍ عوايد را ټول کړي دي.
د ښاغلي معراج په وینا، د عوايدو د راټولولو چارې تر ډيره بريده د برېښنايي حکومتولۍ له لوري پر مخ بيايي او ماليه ورکوونکو ته يې د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې ا.ا د روان کال له وري بيا تر وږي مياشتې ۷۴ ميليارده او ۹۱ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي او د تېر کال له وږي بيا د سږ کال تر وږي مياشتې پورې يې د عوايدو ټوله کچه ۱۵۱ ميليارده افغانيو ته رسېدلې ده.
د ماليې وزارت چارواکي وايي چې له کاروبارونو سره د مرستې په موخه يې د اصنافو ماليه له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه کړې او د ماليو ورکړې ته د کاروباريانو د هڅولو په موخه يې د تېرو کلونو مالياتي جرايم هم بښلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس