کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی، چې د دې هېواد د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ابوظبۍ کې د افغان حکومت سفیر مولوي بدرالدین حقاني باورلیک په رسمي ډول منلی دی.
د اماراتو حکومت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان سفیر ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو باورلیکونه هم د رسمي مراسمو په ترڅ کې تسلیم شول.
د دې مراسمو په جریان کې شیخ محمد بن زاید د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اړیکې باید د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصولو ولاړې وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/