معماری
خانه / ګهیځ نیوز / مجاهد: کابل ښاروال له یو شمېر افغان سیکانو سره کتلي

مجاهد: کابل ښاروال له یو شمېر افغان سیکانو سره کتلي

کابل/ګهيځ:د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له یو شمېر اهل‌هنود او سیک هېوادوالو سره ناسته کړې.
ښاغلي مجاهد نن (یکشنبه د تلې ۱۷مه) پر خپل ټویټر ولیکل، چې مولوي عبدالرشید له افغانستان سیکانو سره د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه کتلي دي.
د هغه په وینا، په دې کتنه کې اهل‌هنود او سیک هېوادوالو د ښاري اسانتیاوو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له پاملرنې مننه کړې، خو غوښتي یې دي چې د غصب ‌شویو ځمکو د بېرته ترلاسه‌ کولو په برخه کې دې له دوی سره مرسته وشي.
مجاهد لیکلي چې اهل‌هنود او سیک ښاریانو همداراز د ګذر وکالت د ټاکنو په لړۍ کې د دوی ونډې اخستو ته هیله ښودلې.
په دې کتنه کې کابل ښاروال افغان سیکانو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان لپاره د نورو افغانانو په څېر ارزښتمن دي، چې غوښتنې به یې په پام کې نیسي او ستونزو ته به یې رسیدګي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هندي رسنیو ویلي وو، چې له افغانستانه د افغان اهل هنودو او سیکانو یوه ۵۰ کسیزه ډله دغه هېواد ته ورغلی ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس