معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مزارشریف کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکې چارې په بریالیتوب سره روانې دي

مزارشریف کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکې چارې په بریالیتوب سره روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولايت په مزارشریف ښار کې د خانزاده عبدالرحيم د اوسپنې ویلي کولو فابریکې مسول حاجي رسول داد شینواري ویلي، چې د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یې د اوسپینې ویلې کولو فابریکه جوړه کړې، چې دمګړۍ په کې ۴ سوه کسانو ته په مستقيم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه کارخونې د مالک په وینا د هېواد د ترقۍ او پرمتخګ اصلي لامل کورني تولیدات دي، چې په دې برخه کې د آبادۍ لپاره باید هر پانګوال پانګه اچونه وکړي.
دغه کارخونه په دوه شفټونو کې کاریګر لري، چې یو یې د شپې او بل ګروپ یې د ورځې لخوا خپلې چارې مخته بیایي.
مسوولین وایي، دغه فابریکه کولای شی د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د اوسپنې اړتياړې هم پوره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس