معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګرو ملتونو د اسراییلو پوځ تور لېست کې شامل کړ

ملګرو ملتونو د اسراییلو پوځ تور لېست کې شامل کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د اسراییلي پوځ نوم د سرغړوونکو په هغه نوملړ کې شامل کړ، چې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی کوي.

د راپور له مخې ګوترېش ویلي، اسراییلي پوځیانو غزه کې پر ماشومانو هېڅ رحم نه دی کړی او نه هم ترې دا تمه کېدای شي.

د دغې پرېکړې پر مهال ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازي، ګیلاد ارډن بیا دغه پرېکړه غندلې او دا یې یوه شرموونکې پرېکړه بللې.

پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې د اسراییلو استازي ارډن پکې په تونده لهجه خپل مشرانو ته وایي، یوازې هغه څوک چې نن ورځ په تور لېست کې دی هغه عمومي منشي دی، چې د جګړې له پیل راهیسې او حتیٰ خپلې پرېکړې وسلوالو ډلو ته ډالۍ کوي.

د غزې روانه جګړه کې د امریکا له ملاتړ برخمن اشغالګر رژیم تر دا مهاله له ۱۵ زره او ۵ سوو زیات ماشومان شهیدان کړي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس