معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګرو ملتونو د افغان حکومت پر څلورو چارواکو د سفر بندیزونه پای ته ورسول

ملګرو ملتونو د افغان حکومت پر څلورو چارواکو د سفر بندیزونه پای ته ورسول

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو تازه اقدام کې د افغان حکومت پر څو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړي دي.

د یاد اقدام له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خـ.ـلیـ.ـفه سـ.ـراج الـ.ـدین حـ.ـقانـ.ـي، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عـ.ـبدالکـ.ـبیر، د استخباراتو لوی ریاست رییس مـ.ـلا عبدالـ.ـحق وثـ.ـیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثـ.ـاقب د سفر بندیزونه پای ته رسېدلي دي.

د خبر پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بندیزونو کمېټې د افغان حکومت پر دغو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج د اداکولو په موخه تصویب شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سـ.ـراج الـ.ـدین حـ.ـقانـ.ـي په مشرۍ یو پلاوی متحده عربي امارتو ته په سفر تللی وو، چې د دې هېواد له مشرانو سره یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړي او تازه یې د حج فریضې ادا کولو پرمهال ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته – پورته کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس