کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
په جنیوا کې د کډوالو عالي کمشنرۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کډوالو لپاره د یوې نوې طرحې جزیات خپاره شوي دي.
په دې طرحه کې له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتل شوي، چې له افغان کډوالو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په طرحه کې راغلي، له غوښتل شوې مرستې څخه به ۷،۹ میلیونه کډوال برخمن شي، چې په دې کې ۵،۲ میلیونه یې افغان کډوال دي او له شویو مرستو څخه به یوه اندازه د دغو کډوالو کوربه هېوادونو ته ورکړل شي، ترڅو دغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ روان زېږدیز کال په ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا په دریو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د ۶۱۳ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي، له هغو کډوالو چې مرستو ته اړتیا لري، ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو سره په لویه کچه افغانان د امنیتي تهدیداتو، سیاسي مخالفتونو او بې روزګارۍ له وجې نورو هېوادونو ته کډوال شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/