معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د کډوالۍ نړیوال سازمان او یونسېف ويلي، د هرات زلزله ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو په خبره یې چې دوی د بسپنې له کمښت سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي، د دوی بودیجه په چټکۍ سره د ختمېدو په حال کې ده او د دغې زلزلې له امله زیانمن شوي کسان، د خپل ژوند د بېرته رغولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې له زیانمنو ماشومانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، خو د دغه ملاتړ لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.
اخوا بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا ویلي، په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ۲۱ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او څه باندې ۱۷ زره نور کورونه په جدي توګه رغولو ته اړتیا لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس