معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ملګرو ملتونو له غزې او لوېدیځې غاړې څخه د اسراییلي پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو له غزې او لوېدیځې غاړې څخه د اسراییلي پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو متلونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین په اړه د هغه پرېکړه‌ لیک په کلکه ملاتړ وشو، چې د یو کال په موده کې به اسراییل له غزې او لوېدیځې غاړې څخه خپل پوځیان وباسي.

د خبر پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له ۱۹۳ غړیو څخه ۱۲۴ هېوادونو دې پرېکړه لیک ته چې الزامي نه دی مثبتې، ۱۴ مخالفې او ۴۳ ممتنع رایي ورکړې.

د مخالفانو په ډله کې د امریکا متحد ایالتونه وو چې د اسراییل نږدې متحد دی.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور دغه رایه د خپل ولس د ازادۍ او عدالت لپاره د مبارزې په برخه کې د عطف نقطه وبلله.

په پرېکړه‌ لیک کې د فلسطنیانو له ټولو سیمو د اسراییلي ځواکونو د وتلو ترڅنګ دا غوښتنه هم شوې، چې په فلسطیني اشغالي سیمو کې دې د اسراییلیانو جوړ شوي مېشت ځایونه هم تخلیه شي.

د پرېکړه‌ لیک له مخې که چېرته اسراییل ټینګار کوي، باید پر چارواکو یې بندیزونه ولګول شي او اسراییلو ته د وسلو صادرات هم باید ودرول شي.

د دې سربېره پرېکړه‌ لیک کې له اسراییلو څخه غوښتنه شوې، چې د اشغال له امله فلسطنیانو ته د اوښتو زیانونو خساره هم ورکړي.

دا پرېکړه‌ لیک پرون په داسې وخت کې تصویب شو، چې په غزه کې اسراییلي اشغالګرو د یو کال راهیسې پر بې دفاع ولسي وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس