معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو وېستلو پر پرېکړې دې بیا غور وکړي

ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو وېستلو پر پرېکړې دې بیا غور وکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، څو د افغان کډوالو د وېستلو په تړاو، پر خپلې پرېکړې یو ځل بیا غور وکړي او د دغې پرېکړې څخه دې لاس په سر شي.
د بښنې نړیوال سازمان، د پاکستان دغه پرېکړه له بشري حقونو سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې د کډوالو وېستل د دوی د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنې پیدا کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان دغه پرېکړه به بشري ناورین رامنځته کړي.
د دغه سازمان ویاندې راوینا شمدساني، د افغان کډوالو د وېستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه خواشینوونکې بللې او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه ۱٫۴ مېلیونه غیر قانوني افغانان اغېزمن کوي.
هغې زیاته کړې چې څه باندې دوه مېلیونه غیر قانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې لږ تر لږه ۶۰۰ زره له دغو کډوالو د تېر حکومت له راپرځېدو وروسته افغانستان پرېښی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس