معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په غزه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د نوموړي په وینا، د ګڼو خلکو ژوند دغې جګړې اخیستی او د ټولو سیمو برخلیک یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسراییلو غوښتي چې د غزې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د بشري مرستو د استولو لپاره سمدستي او بې محدوده لاسرسی برابر کړي.
ګوترش همدا راز په غزه کې د وروستي خونړي برید په اړه ویلي، چې د غزې په الاهلي روغتون کې د سلګونو کسانو په وژل کېدو سخت خواشینی شوی دی.
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پر دواړو خواو غږ کړی، چې مذاکرات دې پیل کړي او روانه جګړه دې د خبرو – اترو له لارې حل کړي.
غزه کې اسراییلي ځواکونو د درنو بمباریو پرمټ تر اوسه درې نیم زره ملکیان وژلي او نږدې ۱۲ نیم زره کسان یې ژوبل کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس