معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه د افغان کډوالو جبري وېستلو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

ملګري ملتونه د افغان کډوالو جبري وېستلو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند ويلي، د دې سازمان بېلابېلې ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.
نوموړي ويلي، دوی د افغان کډوالو په زوره وېستلو ته اندېښنه لري او زياته کړې يې ده، چې په دې کې ښايي هغه کډوال هم شامل وي چې د ډېری ارزونو له مخې بېرته د خپل هېواد تګ ته چمتو نه وي.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ هم د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان له مسوولینو سره کتلي دي.
د يادونې وړ ده چې پاکستان تېره ورځ له دغه هېواده د سلګونو زره بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو او افغانستان ته د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې، چې افغان لوري ورته تورخم کې دوه ستر پنډغالي پرانیستلي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس