معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، جګړې باید نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي

ملګري ملتونه وایي، جګړې باید نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د خوړو د خوندیتوب په تړاو رابلل شوې پرانیستې غونډه کې د ۸۰ هېوادونو استازو په یو والي سره دا غږ بدرګه کړ، چې جګړې باید په نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي.
امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې په وسلوالو جګړو کې د خوړو خوندیتوب اعلامیه تصویب کړه.
په ناسته کې ګڼو هېوادونو په روسیې غږ کړی، چې د تور سمندر له لارې د غلو صادراتو له نوښت سره یو ځای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې “اوچا” مشرې ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۲۵۰ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ وو، خو په ناسته کې بیا افغانستان د هغه هېواد په توګه یاد شوی، چې وګړي یې د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس