معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه وایي، له بهرني فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نشي موندی

ملګري ملتونه وایي، له بهرني فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نشي موندی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو انسانی حقونو ځانګړې استازې فرانسسکا الباني پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې له بهرني فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نشي موندلی.

نوموړې دغه غبرګون پر رفح ښار د اسراییلي اشغالګرو تازه بریدونو ته ښودلی دی.

الباني دغه ټویټ کې پر اسراییلي رژیم د بندیزونو لګولو غوښتنه هم کړې ده.

د نوموړې په خبره، د اسراییلي رژیم دا ظلم د نړیوالو قوانینو او نظام څخه ښکاره سرغړونه د منلو وړ نه ده.

هغې ویلي، د اسراییلي رژیم سوداګري او د پانګونې تړونونه باید وځنډول شي.

اسراییلي ځواکونو رفح ښار کې د بې ځایه شویو کډوالو پر خیمو دوه زره ټنه وزني بمونه غورځولي،.چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یې ښځو او ماشومانو ته اړولې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس