معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، نړۍ باید له افغانانو سره د مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي

ملګري ملتونه وایي، نړۍ باید له افغانانو سره د مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۶ نېټه):
په بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګرفټس پرون ناوخته د ایران په پلازمېنې تهران کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې نړۍ باید له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي.
نوموړي ویلي چې مرسته کوونکو هېوادونو وړاندې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ۴.۶میلیارده ډالره مرسته کوي او په خبره یې، اوس یې وخت دی چې دغه ژمنې عملي کړي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حالت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې اوسمهال تر ۲۸ میلیونو ډېر افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس