معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، پاکستان حق نه لري چې په زوره افغان کډوال وباسي

ملګري ملتونه وایي، پاکستان حق نه لري چې په زوره افغان کډوال وباسي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد دا حق نه لري، چې کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي.
د راپورونو پر بنسټ د اسلام آباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې ۷ لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو ده ټینګار کړی چې هېڅ کډوال باید په زوره و نه وېستل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس