معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، په جبري توګه د افغان کډوالو وېستل به بشري ناورین رامنځته کړي

ملګري ملتونه وایي، په جبري توګه د افغان کډوالو وېستل به بشري ناورین رامنځته کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګري ملتونه وايي، په جبري توګه له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو وېستلو سره به بشري ناورین رامنځته شي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې روینا شمداساني ویلي، دوی ډېر اندېښمن دي چې شړل شوي کډوال به د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي.
دوی له پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو د ټولو هغو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب وساتي، چې په دې هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او که بېرته ستنېدلو ته اړ وېستل شي، له خطر سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت لخوا اسناد نه لرونکو ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو نېټې ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس