معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه په پاکستان کې د افغان ځورونې بهیر خاتمه غواړي

ملګري ملتونه په پاکستان کې د افغان ځورونې بهیر خاتمه غواړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
وروسته له هغې چې پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو بهیر ګړندی کړ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.
د پېښور ښار د پولیسو یو ویاند ویلي، په تېرو شپږو اونیو کې ۶۳۲ ناقانونه افغان کډوال چې قانوني سند یې نه درلود، نیول شوي دي.
نوموړي ویلي له دې ډلې ګن شمېر یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي.
تېره اونۍ د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي وو، حکومت یې پلان لري چې ناقانونه کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې پاکستان کې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس