معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / موسسو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته مرستندویه هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

موسسو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته مرستندویه هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د سرپرست افغان حکومت له لوري په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار بندیز ولګېد، دغې پرېکړې ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول.
اوس د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو استازي د دغې موضوع په اړه ګډه غونډه کوي.
د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د ویاند ټاپیوا ګومو له قوله لیکي، دا هېوادونه د دغې پرېکړې په اړه خپلمنځي غونډه کوي چې په غونډه کې به د سرپرست افغان حکومت له لوري د دغې شوې پرېکړې وروسته پر دې بحث وشي، چې آیا افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي، که نه؟
د سرپرست افغان حکومت له لوري په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار بندیز د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترڅنګ د نورو هغو هېوادونو او سازمانونو غوسه هم را پارولې، چې اوسمهال له افغانانو سره بشري مرستې ترسره کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس