معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مولانا فضل الرحمن کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کړي

مولانا فضل الرحمن کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د پاکستان له مطرحو مذهبي او سیاسي څېرو له ډلې مولانا فضل الرحمن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د خبر پر بنسټ، نوموړي تېره ورځ ناوخته د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه ترسره کړې ده.

خبر زیاتوي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور او ځینې نور چارواکي شامل وو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له فضل الرحمن سره د لیدنو په درشل کې ویلي، چې نوموړی د پاکستان یو له مهمو سیاسي او مذهبي اشخاصو دی او دوی هیله لري چې سفر یې ښې اغېزې ولري.

د جمعیت پاکستان ګوند هم د څو ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د دغه ګوند مشر به په کابل کې د سیمې د امن او امان اړوند مسایلو باندې خبرې وکړي.

دوی ویلي، چې ښایي فضل الرحمن له امیرالمؤمنین سره هم لیده – کاته وکړي.

پاکستانی پلاوی په داسې مهال افغانستان ته د اړیکو سمولو په نیت سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني حکومتونو ترمنځ د یو شمېر مسایلو پر سر اړیکې خړې شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس